پوسټ کوډ ۱۶۱۵۲۹
نیټه خپرول: جمعه ۲ غبرګولی ۱۳۹۹ ۱۲:۱۲

خوست کې په یوه وسله وال برید کې د عبدالولي اخلاص په ګډون اته تنه وژل شوي دي

ت?ره شپه د خوست ولايت د عليش?رو ولسوال? ا?وند د تريزيو کلينيک سره ن?د? د حزب اسلامي پر يو با نفوذه غ?ي عبدالولي اخلاص پر دوو مو?رو وسله بريد شوي، چ? د نومو?ي په ??ون پک? ? کسان وژل شوي او يو بل ?پي شوي دي.


د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسئول عادل حیدر وویل چې یاد برید تېره شپه نهه نیمې بجې شوی.
په وژل شوو کې د عبدالولي اخلاص دوه تنه ساتونکي او پنځه تنه نور د نوموړي ملګري شامل دي، چې درې یې د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.
عبدالولي اخلاص په دې ولایت کې د حزب اسلامي مهم غړی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د حزب په نماینده ګي له دې ولایت څخه نوماند هم ؤ.
حیدر وایي تراوسه معلومه نه ده، چې یاد برید چا او دکومې موخې لپاره ترسره کړی، خو په خبره یې چې په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement