پوسټ کوډ 161510
نیټه خپرول: پنج شنبه 22 غبرګولی 139912:32

مکنزي: د دوحې تړون تر بشپړ تطبیق پورې دې امریکا له افغانستان ونوځي

جنرال مکنزي چې د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۰ (غبرګولي ۲۱) د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولی وویل امریکا باید په تمه شي او وویني چې طالبان څه کوي.
هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته په اشارې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحې کې لاسلیک شو وویل: "لا تراوسه ماته څرګنده نه ده چې هغوی (طالبانو) په بشپړ ډول دا مسله منلې او مخکې تګ ته چمتو دي".
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه په دې تړون عمل کوي او تر راتلونکې عیسوي میاشتې پورې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.
هغه زیاته کړه: "موږ غواړو له هغه مهالویش څخه مخکې واوسو چې لاسلیک کړی مو دی".
جنرال مکنزي وویل په هغه صورت کې چې شرایط برابر وي متحده ایالات به خپل ټول سرتیري د راتلونکي عیسوي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وباسي، خو نوموړي په دې تړاو چې په رښتیا به داسې شرایط برابر شي شک څرګند کړ.
هغه ټینګار وکړ: "صادقانه ووایم که زما نظر غواړی دا شرایط تر اوسه په بشپړ ډول نه دي برابر شوي".
د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه بله مهمه برخه له ترور

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement