پوسټ کوډ ۱۶۱۲۴۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۰ غبرګولی ۱۳۹۹ ۱۵:۰۹

د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه نن له ولسمشر غني سره وکتل

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره د ولسمشر محمد اشرف غني لیدنه تأیید کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت هم د دې لیدنې عکس پر خپله فېس‌بوک پاڼه خپور کړی.
تر اوسه د دواړو لورو د خبرو جزئیات رسنیو ته نه‌دي په ډاګه شوي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې دوه ورځې مخکې یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړې وې.
 
له قمر جاوېد باجوه سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه
زلمی خلیل‌زاد لا هم په سیمه کې دی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو د پیل هڅه کوي. په دې خبرو کې د پاکستان رول او همکاري مهمه بلل کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement