پوسټ کوډ ۱۵۹۶۲۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ غویی ۱۳۹۹ ۱۲:۱۲

خلیلزاد له جنرال باجوه سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی

د امریکا سفارت د شنبې په ورځ مې۹ ( غوايي ۲۰) په دغه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې سفیر خلیلزاد د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره د امریکا د پرله پسې هڅو او د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د پاکستان ملاتړ او ژرتر ژره د بین الافغاني خبرو د پیل په مسلو خبري کړي دي.
همداشان ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د مارک فریشز په خوشې کولو کې د پاکستان څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
د امریکا د بحري ځواکونو پخوانی غړی مارک فریشز چې د یو قراردادي شرکت عامل مدیر دی، د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د خوست په ولایت کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.
د مارک فریشز د تښتولو راپور په لومړي ځل د امریکا نیوزویک مجلې ورکړی وو.
طالبانو د دغه امریکايي قراردادي د تښتولو په پیښه بې خبرې ښودلې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو څخه مارک فریشز خوشې کولو کې د مرستې غوښتنه کړې، خو دوی هغه ویلي چې مارک فریشز د دې ډلې سره بندي نه دی

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement