پوسټ کوډ ۱۵۹۱۵۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۴ غویی ۱۳۹۹ ۰۸:۴۷

په کابل کې د برېښنا د ستنو ویجاړوونکي نیول شوي


د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب ددغو کسانو د نیولو هرکلی کوي او وايي، چې باید دغه کسان د سزا ګاللو ترڅنګ د الوځول شوو ستنو په لګښت پرېکولو هم پابند وګرځول شي.
په کابل کې د ملي امنیت ۱۰۰۱ رسنیز مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ورانکارو دغه شپږ کسیزه ډله یې له یو میل راکټ او شپږ د راکټ مرمیو، دوه میلو کلاشنکوفو او یو عرادې کرولا موټر سره نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو د هویت او داچې یادې ډلې ولې دغه ستنې نړولي څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان لویې څارنوالۍ تېره اوونۍ د دل اقا چې د سالنګ په میماتي مشهور ؤ له یوه همکار سره یې په سالنګ کې د برېښنا د ستنو د نړولو په تور هر یو په ۱۶ -۱۶ کلونو بند او له ۸۰۴ میلیونه افغانیو نقدي جریمې محکوم کړل.
که څه هم په میربچه کوټ کې د برېښنا ستنو د ویجاړولو پړه په لومړي سر کې په طالبانو اچول شوې وه؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه خبره رده کړه او د یوې  اعلامیې په خپرولو سره یې وویل، چې د برېښنا شرکت او برېښنا له انتقال سره دوی هیڅ راز ستونزه نه لري، ځکه د ورانولو اړتیا نه ویني.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement