پوسټ کوډ ۱۵۷۶۶۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ ۰۹:۱۲

د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې یمن کې اوربند اعلان کړ



روښانه نه ده چې حوثي وسلوال به هم دا اوربند ومني که نه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش تېره میاشت یمن کې پر ښکېلو خواووغږ وکړ چې اوربند سره د کورونا وېروس د مخنیوي هڅو کې همکاري وکړي.
نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې له ځانګړي استازي مارتین ګریفیتت سره همکارۍ وکړي.
ښاغلي ګریفتس د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې د اوربند هرکلی وکړ:
ښکېلې خواوې باید له دې چانس ګټه واخلي او سملاسي ټوله دوښمني کمه کړي
تمه ده دواړه لوري ویډیو کانفرنس کې ګډون سره پر اوربند خبرې وکړي.
دې وړاندیز کې د ټولو هوايي، ځمکنیو او سمندري بریدونو د درېدو غوښتنه شوې ده.
د ټلوالې بیان کې ویل شوي: د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د هڅو د بریالیتوب او د یمني وروڼو د رنځ کمولو، د کورونا وبا سره د مقابلې او د هغې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټلواله د دوو اونیو لپاره ټولیز اوربند کوي چې له پنجشنبې پیلېږي.
له ډېر وخت راهیسې یمن کې وضعیت د نړۍ تر ټولو بد انساني ناورین بلل کېږي، چې د جګړې له امله یې ډېری ولس قرباني شو او دا هېواد یې د شړېدلو درشل ته رسولی دی.
ملګرو ملتونو په تېر کې د اوربند منځګړتوب کړی، خو دا اول ځل دی چې د سعودي په مشرۍ ټلواله هېوادنۍ اوربند اعلانوي.
د حوثي وسلوالو ویاند محمد ابوسلام وايي، چې دې ډلې د یمن د جګړې د پای ته رسولو او کلابندۍ ختمولو په هکله خپل نظر ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement