پوسټ کوډ ۱۵۷۶۳۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ ۱۳:۰۶

په هوايي بريد کې د طالبانو په نامه والي ملا ولي جان په شمول ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ت?ره ور? د ميدان ورد?و ولايت سيداباد ولسوال? پ?ان خ?لو کلي ک? د وسله والو مخالفينو په يوه قرار?اه هوايي بريد شوي چ? په پايله ک? ي? د وسله والو طالبانو په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه په شمول اته کسان سخت ?پيان او ?لور کسان ي? وژل شوي دي.

تېره ورځ د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ پټان خېلو کلي کې د وسله والو مخالفینو په یوه قرارګاه هوايي برید شوی چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه په شمول اته کسان سخت ټپیان او څلور کسان يې وژل شوي دي.
د امنیتي مسؤلینو په وینا په دغه بريد کې د وسله والو مخالفینو د یوه پټنځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement