پوسټ کوډ 154381
نیټه خپرول: يکشنبه 20 سلواغه 139813:12

ننګرهار سږ کال ۵۰۰ ټنه شات تولید کړې دي


د کرنې د سرپرست رئیس ضمیر بهسودي په خبره، په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۳۵۰ یې د ننګرهار د شاتو مچیو ټولنې سره راجستر شوي دي.
نوموړی وایي، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته او په دغو فارمونو کې تر څلورو زرو پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
بهسودي دغه راز ویلي چې سږ کال په ننګرهار ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement