پوسټ کوډ 151337
نیټه خپرول: پنج شنبه 12 مرغومی 139811:05

تېر کال په افغانستان کې د امریکا ۱۷ سرتېري وژل شوي دي

د امریکا دفاع وزارت او آرمي ټایمز راپور ورکړی چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۱۷ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
راپور وايي، دا له ۲۰۱۵ کال راوروسته د سرتېرو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یو کال کې امریکايي ځواکونو ته پېښېږي.
په دغو ۱۷ وژل شویو امریکايي سرتېرو کې یې ۱۴ د ځمکني پوځ برخه او ۳ نور یې د سمندري ځواکونو غړي وو، چې ۸ تنه یې ګرین بیرېټ، یو یې رنجر او ۳ تنه پاراجنګیالي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ کال کې بیا د امریکا ۱۳ سرتېري او په ۲۰۱۷ کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي وو، خو په ۲۰۱۶ کې ۹ او په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا لس تنه سرتېري په افغان جګړه کې وژل شوي وو.
په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر په اړه ویل کېږي چې نوموړی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۲ زرو تنو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راښکته کوي خوصلاحیتونه به یې ورزیات کړي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement