پوسټ کوډ ۱۵۰۹۳۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۴ مرغومی ۱۳۹۸ ۱۷:۵۸

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته غزیږی

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په اعلان باندې د اعتراضونو زیاتیدا ته په پام سره د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون دوهم (۲) پړاو ته د انتخاباتو د غزیدا د احتمال خبر ورکړ .
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون د مشر مرستیال دین محمد عظیمی نن وویل د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په اعلان باندې زیاتو اعتراضونو او شکایتونو ته په پام سره زیات احتمال شته چې انتخابات دوهم (۲) پړاو ته وغزیږی .
دا په داسې حال کښې دی چې  هغه پرون د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو په کمیسیون کښې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او د همپالنې د انتخاباتی ډلې لخوا د څلور زره (۴۰۰۰) شکایتونو د ثبتیدا خبر ورکړی وو .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement