پوسټ کوډ ۱۵۰۵۴۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۸ ۱۳:۴۰

امریکا کې په یوه وسله وال برید کې درې کسه وژل شوي دي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې برید په مونتانای ایالت کې شوی دی. ددغه ایالت پولیس وایي چې بریدګر پر عامو خلکو ډزې کړې دي درې کسه یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
پولیس وايي چې تر برید څو دقیقې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي دي او بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. سرچینه وایي چې دوی د پېښې د اصلي انګیزې او لامل په اړه پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement