پوسټ کوډ ۱۵۰۵۳۲
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۸
۱۸:۳۹
- 0 څرګندونه
- چاپ
ملګري ملتونه: نوماندان او پل

یاماموتو د ټاکنو له ښکېلو لوريو غوښتي چې د ټاکنو کمیسیون ته دې د کار اجازه ورکړي، تر څو شکايتونه وڅېړي او د خپل شفاف کار پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
نوموړی زياتوي، کله چې د ټولو نوماندانو قانوني غوښتنو ته رسېدنه وشي، د ولسمشرۍ نوماندان او پلويان يې اړ دي چې د ټاکنو پايلې ومني.
تدامیچي یاماموتو د افغانستان سولې په اړه وايي، چې د سولې رهبري بايد د افغان حکومت په لاس کې وي او نړيواله ټولنه هم بايد په دې برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.
ياماموتو زیاته کړې، د ټاکنو پايلې چې هر څه وي خو راتلونکي حکومت لپاره سوله مهمه ده، د راتلونکي حکومت مسووليت د سولې تامين، د بېوزلۍ کمول، بشري حقونه او حساب ورکول دي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه وشوې. که څه هم په دې ورځ کې د درغليو راپورونه خپاره شوي؛ خو مسوولان وايي چې د رڼښت له مخې په تېرو اتلسو کلونو کې دا ټاکنې بې مخينې وې.