پوسټ کوډ ۱۴۹۱۴۵
نیټه خپرول: شنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۸ ۱۱:۵۲

که ټاکنو کمیسیون د نوماندانو قناعت ترلاسه نه کړی هیواد بحران لوری ته ځی


آوا خبرګزاری-کابل: د سیاسی پوهانو دا اظهارات په داسی حال کې مطرح کیږی چی ثبات او همپالنې ټیم د داکتر عبدالله عبدالله په مشری ویلی دی چی ټاکنو کمیسیون د یو ټاکنیز ټیم په امر کار کوی، استقلال یی تر پوښتنې لاندی تللی دی او کار نتیجه یی مشروعیت نه لری، که ټاکنو کمیسیون خپل قانونی لاری ته ونه ګرځی، ددی کار نتیجه به د کمیسیون د هغو کسانو په غاړه وی چی کمیسیون د قانون خلاف لاری ته هڅولي.
په همدی حال کې ټاکنو کمیسیون وایی چی موږ د هیچا تر فشار لاندی نه یو.
ټاکنو کمیسیون وایی چی ددی کمیسیون لپاره هغه رایی معتبره دی چی د بایومتریک په اساس وی او همدارنګه د معتبر او غیری معتبر رایو تثبیت د قانون په اساس او لوایحو په اساس صورت نیسی.
فواد احمد سیاسی پوه په دی اړه آوا ته وویل: کمیسیون نه دی توانیدلی چی ټاکنې صحیح توګه مدیریت کړی او په همدی اساس ټاکنو نتایجو اعلان د ټاکنو کمیسیون لاس څخه وتلی دی.
هغه وویل چی که ټاکنو کمیسیون د نوماندانو باور ترلاسه نه کړی نو هر نتیجه چی د کمیسیون له لوری اعلان کیږی د اکثرو خلګو قبول وړ به نه وی.
په همدی حال کې د افغانستان عادلانه او آزاد ټاکنو موسسه(فیفا) وایی چی ولسمشریز ټاکنو پروسه د مدیریتی او تخنیکی جدی چالشونو سره مخ دی چی کولای شی ټاکنې پروسه بحران سره مخ کړی.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement