پوسټ کوډ ۱۴۸۷۳۳
نیټه خپرول:
يکشنبه ۳ لیندۍ ۱۳۹۸
۱۹:۳۸
- 0 څرګندونه
- چاپ
د کابل د نهمې ناحیې په اړوند سیمه کې د م.م پر موتر چاودنه شوې
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې نږدې شپږنیمې بجې د نهمې امنیتي حوزې په اړوند بخار خانې سیمه کې د ملګرو ملتونو پر موتر چاودنه شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې چاودنه د نښلول شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.