پوسټ کوډ ۱۴۵۴۷۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ تله ۱۳۹۸ ۱۴:۳۱

د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای د افغانستان له بدلېدو د روسیې اندېښنې

ده د مل?رو ميلتونو په امنيت شورا ک? زياته ک?ه چ? د ?وليز امنيت او د شان?هاي د همکاريو بنس?ونو پر م? چ? روسيه به ک? محوري ون?ه لري، من?ن? اسيا ته د افغانستان لخوا د راپوته ک?دونکو ?وا?ونو پر مخنيوي خپل پام متمرکز ک?ي دي.


د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاورووف چهارشنبې(د تلې په ۳مه نېټه) وویل ښایې د افغانستان شمال د داعش ډلې په مشرۍ د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای بدل شي او د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره افغانستان د بهرنیو مرستو اړتیا لري.
هغه زیاته کړې:«د افغانستان شمال کې د دې ګواښ شته چې د داعش په مشرۍ د نړیوالو ترهګرو پر اډې بدل شي. مطمئناً چې د دې ګواښ د مخنیوي لپاره افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.»
ده د ملګرو میلتونو په امنیت شورا کې زیاته کړه چې د ټولیز امنیت او د شانګهای د همکاریو بنسټونو پر مټ چې روسیه به کې محوري ونډه لري، منځنۍ اسیا ته د افغانستان لخوا د راپوته کېدونکو ګواښونو پر مخنیوي خپل پام متمرکز کړی دی.
د لاورووف په وینا چې که افغانستان کې د امنیتي اندېښنو ته پاملرنه ونه شي، نو د دغه هېواد او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ له ستونزو سره مخامخ کېږي.
هغه ویلي چې تېرو کالو کې دا تجربه شوي چې پرته له امنیته د سیمې اتصال نه اجرا کېږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ترهګرۍ سره د مبارزې په بره کې د ټولیز امنیت بنسټ، د مشرک المنافع هېوادونو او د شانګهای د همکاریو مرستو څرنګوالی وڅېړلو.
روسیه چې دې بنسټونو کې محوري ونډه لري د هېواد شمال په اړه اندېښنه لري.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement