پوسټ کوډ ۱۴۴۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۸۹ ۰۸:۴۹

د بګرام زندانيان افغان محکمې ته وړاندې کېږي

له هغه مهاله چې د طالبانو حکومت نسکور شوى او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت وسلوالو مخالفينو ته د کابل په شمال کې د بگرام زندان جوړ کړى ،د لومړي ځل لپاره يې بنديان د افغانستان محکمو ته ور پيژندل کېږي.

ټاکل شوې چې ددې بهير لومړنى بندي د را روان جون پر لومړۍ نېټه يوه افغان قاضي ته وړاندې شي.

د افغانستان عامو وگړو او د بشر د حقونو ټولنو پخوا په پرله پسې ډول غوښتنه کوله چې د بگرام زندانيان بايد مدافع وکيلان ولري او دننه په افغانستان کې محاکمه شي.

د افغانستان د ملي شورا ځينو غړو هم په وړاندې د بگرام د زندان په اړه اندېښنه ښوولې وه او ويلي ول چې د بگرام شتون د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا سره په ټکر کې دى.

خو اوس په افغانستان کې ميشت امريکايي چارواکي وايي چې پړاو په پړاو به د بگرام زندانيانو چارې افغانستان ته وسپارلې شي.

خو دغه چارواکي وايي دا ژمنه نه شي کولاى چې د بگرام ټول بنديان به افغان محکمې ته لاره پيدا کړي،خو هڅه يې داده چې ډېر بنديان د افغانستان د قضايي جوړښت په رڼا کې محاکمه کړي.

امريکايي جنرال مارک مارټين چې د محاکمو ددغه بهير د پيل خبر يې ورکړى وايي د هغو بنديانو په برخه کې به په پام سره گام پورته کوي چې له امنيتي پلوه خطرناک دي.

تر دې مخکې به د بگرام د بنديانو قضيې د يوه پوځي کميسون له خوا څيړل کېدى.

دا مهال د بگرام په زندان کې شاوخوا ٨٠٠ تنه بنديان دي چې د اورپکۍ د شک په تور نيول شوي دي. 

بی بی سی

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement