پوسټ کوډ 142739
نیټه خپرول: سه شنبه 1 زمری 139813:48

د ټرمپ څرګندونو ته د افغان حکومت تُند غبرګون


ولسمشرۍ ماڼۍ نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو یې د ډیپلوماټیکو او دولتونو له لارو له واشنګټن څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.
افغان حکومت پر داسې مهال دغه تُند غبرګون ښيي چې، ډونالد تېره ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدنه کې وویل، چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ګټی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه خلک ووژل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ همدارنګه ټينګار کړی، چې د افغانستان برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په غونډو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:"موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو،... اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.&

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement