پوسټ کوډ 139432
نیټه خپرول: چهارشنبه 18 غویی 139810:35
- 0 څرګندونه
- چاپ
دفاع وزارت: په ارزګان او زابل کې ۱۸ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲ اډې یې له منځه وړل شوې

د فاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو د بریدونو پر مهال ۵ وسله وال طالبان وژل شوي ۳ تنه یې ژوبل شوي او په دغو بریدونو کې د وسله والو دوه اډې او یوه اندازه وسلې له منځه وړل شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله د زابل ولایت په ارغند آب ولسوالۍ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه یې ژوبل شوي او له دښمن څخه بیلابیلې وسلې تر لاسه شوې دي.