پوسټ کوډ ۱۳۸۱
نیټه خپرول: جمعه ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۱ ۲۱:۰۱

په لوګر کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد مظاهره وشوه

د لوګر په مركز پل علم كې د درېيو كسانو د وژل كيدو له امله خلكو مظاهره كړې او له نن سهار څخه يې د كابل ګردېزلو يه لاره هم د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.

د سيمې اوسيدونكي وايي، چې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د كلنګار په جمعه كلا سيمه كې درې ملكي كسان وژل شوي او دوى نور د ملكي كسانو وژل كيدل نه شي زغملاى.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ازادي راډيو ته وويل، چې مظاهره كوونكو د تيلو درې ټانكرونه هم سوزولي دي.

د دين محمد دروېش په خبره افغان او بهرنيو ځواكونو ويلي، چې وژل شوي كسان وسله وال طالبان دي او دوى له سيمې څخه څو ميله وسله هم ترلاسه كړې ده.

بل خوا د حكمتيار د حزب اسلامي وياند زبير صديقي ادعا كړې، چې دغه درې ټانكرونه او درې رنجر موټر د دوى وسله والو سوزولي دي.

د جمعې په شپه هم د لوګر په مركزپل علم كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې پنځه تنه ووژل شول، ايساف ځواكونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ومنله، چې په دې پيښه كې د دوى درې عسكر هم وژل شوي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement