پوسټ کوډ ۱۳۶۵۲۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ کب ۱۳۹۷ ۱۲:۱۲

پارلمان د نوو وکیلانو په حضور کې پرانیستل کېږي ـ سرچینه


په داسې حال کې چې سبا چهارشنبه د کب ۱۵مه د افغانستان د پارلمان د نوي ۱۷مې تقنیني دورې د پرانیستلو نېټه ده، د افغان حکومت سرچینې د کب پر۱۴مه امریکا غږ ته وویل چې نوې دوره د زړو وکیلانو په موجودیت کې نه پرانیستل کېږي.
سرچینې که څه هم د نوي پارلمان د پرانیستلو کره نېټه ونه ښودل خو زیاته یې کړه چې د انتخاباتو کمېسیون لخوا د ولسي جرګې د پاتو پایلو تر اعلان وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې زاړه غړي‌ چې ۴۵ ورځنۍ ژمنۍ روخصتي یې سبا چهارشنبه پای ته رسېږي وايي، چې دوی د ولسي جرګې د ټاکنو تر معلومېدو پورې قانوني‌ وکیلان دي او ولسمشر غني باید پارلمان پرانیزي.
وکیلان وايي، تر څو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو د فساد څېړلو برخلیک معلوم شوی نه وي د نوو وکیلانو اعلان دوی ته د منلو وړ نه دی.
د دغه وکیلانو له ډلې زکریا زکریا د سې شنبې په ورځ د کب پر ۱۴مه امریکا غږ ته وویل، که ولسمشر سبا پارلمان افتتاح نه کړي زاړه وکیلان به د یوې مشروع لارې سبا خپل دریځ اعلان کړي.
ښاغلي زکریا زیاته کړه:"د مشروعیت له لحاظه مشکل نسته،ځکه په اساسي قانون کې داسې راغلي چې تر هغه وخته چې د انتخاباتو پایله اعلان نشي پخواني وکیلان وکیل دي، په دغه اساس وکیلان مشروعیت لري د اساسي‌ قانون په اساس باندې، باید چې پارلمان پرانیستل شي، که ولسمشر په دغه برخه کې غفلت کوي په اساسي قانون کې بل تفصیل نشته که وکیلان پر خپل سر ځي پارلمان ته دا ډ

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement