پوسټ کوډ ۱۳۵۲۶۰
نیټه خپرول:
يکشنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۷
۱۰:۵۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
د غزنی قره باغ ولسوالی کې د طالبانو نظامی قوماندان ووژل شو

د آوا په ګزارش سره، عارف نوری د غزنی والی ویاند نن سهار شنبه د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تیره ورځ قره باغ ولسوالی کې جمال خیل کلۍ کې د خارجی ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې، رفیع الله د طالبانو نظامی قوماندان د ۶ تنو طالبانو سره ووژل شو.
د نوری په وینا، رفیع الله د طالبانو بریدونو طراح په قره باغ کې وو چی د هغه په وژل کیدو سره ددی ولسوالی امنیت به ښه شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.