پوسټ کوډ ۱۳۵۲۱۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۶ سلواغه ۱۳۹۷ ۱۶:۵۸

ازبکستان: افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو یو


عبدالعزیز کمیل‌اف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له مشر تاداميچي ياماموتو سره په خبرو کې دا څرګندونه کړې.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي کمیل‌اف وويل چې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مستقيمو خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي.
تاداميچي ياماموتو اوس‌مهال ازبکستان ته پر سفر تللی دی.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement