پوسټ کوډ ۱۳۳۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۶ لړم ۱۳۹۲ ۱۱:۱۷

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوې چاودنې د یوې کرونۍ ۱۸ غړي ووژل

دغزني ولايت په اند?و ولسوال? ک? يو? چاودن?

دغزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یوې چاودنې اتلس ملکيان چې اکثر یې مېرمنې وې، وژلي دي.
افغان چارواکي وايي، د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان کلي کې دا چاودنه پرون مازیګر هغه مهال وشوه چې؛ یو فلاینګ موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو. د دولت د ریاست له خوا له خپاره شوي بیان سره سم ولسمشرحامد کرزي دا پېښه غندلې ده او عاملان یې د افغانانو دښمنان بللي. د بیان له مخې د موټر سپرلۍ ملکي وګړي وو چې؛ په یوه واده کې له ګډون وروسته خپلو کورونو ته ستنېدل.
د غزني مرستیال والي وايي چې؛ په وژل شویو کې څوارلس ښځې، یو ماشوم او درې نارینه دي. محمدعلي احمدي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:
"په اتلسو شهیدانو کې څوارلس ښځې دي، یو ماشوم دی، درې تنه نارینه دي او پنځه ټپیانې هم ښځینه دي."
احمدي همداراز یادونه وکړه چې په پنځو ټپیان کې د دوو تنو حالت نازک دی. د اندړو ولسوالي د طالبانو ضد ولسي پاڅون مهم مرکز دی چې؛ خلکو یې له وسله والو طالبانو سره خونړۍ جګړې کړي.
آیسف دا حمله غندلې او په یوه بیان کې یې ویلي چې؛ ناټو به د هغو افراطيانو پرضد جګړه وکړي چې؛ بې احساسه اعمال یې د بېګناه ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement