پوسټ کوډ 133422
نیټه خپرول: شنبه 1 مرغومی 139712:12

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوې نیټې په اړه د ملګرو ملتونو بیانیه

ملګري ملتونه په دې پوهیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون لخوا اعلان شوې نوې نیټه له سیاسي فعالینو، مدني ټولنې او د افغانستان دولت سره د سلا مشورې وروسته ټاکل شوې، چې ټولو د باوري او رڼو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو قوي هیله څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ارزونه مني چې اضافي وخت ته اړتیا لیدل کیږي تر څو د ۲۰۱۸کال پارلماني ټولټاکنو
څخه درس واخیستل شي، او بشپړ چمتو والی ونیول شي.
سربېره پر دې، ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅوي چې د ټولټاکنو تفصیلي جدول خپور کړي او په ټول بهیر کې منظم تازه معلومات شریک کړي. ځکه چې د ۲۰۱۹کال د جولای ټاکنو لپاره تفصیلي جدول رایه ورکوونکو، نوماندانو او نورو ښکیلو خواوو ته مهم معلومات وړاندې کوي، ملګري ملتونه د جدول پر وخت خپریدو ته سترګې په لار دي.
ملګري ملتونه په دې ټینګار کوي چې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان راتلونکې لپاره مهمې دي، او د هغې ناسم مدیریت به د منلو وړ نه وي.
ملګري ملتونه د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون څخه غوښتنه کوي ترڅو د خپل ماموریت له مخې د پارلماني ټاکنو څخه د را رسیدلو شکایتونو پر تحقیق او تعقیب تمرکز وکړي. ټول فعالین چې د غیرقانوني کړنو او درغلیو په اړه اندیښنه لري، باید خپل شکایتونه د افغانستان د ټاکنیزو قوانینو او اساسي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement