پوسټ کوډ ۱۳۲۹۹۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ مرغومی ۱۳۹۷ ۱۶:۳۴

مشرانو جرګه: د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو زیانونه باید ارزیابي شي!

د افغانستان مشرانو جرګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي وتل یوه بېړنۍ پرېکړه او له افغانستان سره د امریکا د امنیتي او دفاعي تړون له موادو خلاف ګڼي.

له افغانستانه د ۷۰۰۰ امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو خپرو شویو راپورونو مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي ټړون له مخې د هغه هېواد د کابینې او افغان حکومت له مشورې پرته د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د ډونالد ټرامپ هر ډول پرېکړه به یوه عجولانه پرېکړه وي.

ده وویل:"دا د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون دنده ده چې د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره ارزونې ولري او بیا يې په تالار کې مطرح کړي چې په دغه حساس وخت کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه د ټرمپ یو اړخیز تصمیم او که دغه ځواکونه پاتې کېږي او یا وځي، زیان به ېې موږ ته څه وي؟ ځکه چې امریکا له موږ سره امنیتي تړون لري."

په دې وروستیو کې ځینو امریکايي رسنیو د امریکا د چارواکو له قوله لیکلي چې ډونالد ټرمپ له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰ عسکرو د وتلو سپارښتنه کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement