پوسټ کوډ ۱۳۲۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۷ تله ۱۳۹۱ ۱۹:۰۹

افغانستان د نړیوالو بحرانونو د ډلې راپور رد کړ

تاند - د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي نن د نړیوالو بحرانونو د ډلې راپور بې اساسه او د افغانستان له حقایقو لېري وباله.

آی سي جي یا د نړیوالو بحرانونو ډلې د افغانستان په اړه په یوه تحلیلي راپور کې، چې نن خپور شو، ویلي چې په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي د افغانستان حکومت وپرزي.

د نړیوالو بحرانونو ډلې په خپل شپږاتیامخیز راپور کې ویلي چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس لا د خپل هیواد د امنیتي مسوولیتونو منلو ته تیار نه دي.

دې ډلې په خپل راپور کې تاکید کړی چې که د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونه کړل، شفاف انتخابات به ونه شي.

ایمل فیضي د نړیوالو بحرانونو د ډلې د راپور په اړه وویل چې په دې راپور نن د وزیرانو د شورا په معمولي غونډه کې بحث وشو، وزیرانو هغه بې اساسه او د افغانستان له حقایقو لېري وباله.

تر فیضي مخکې د ولسمشر کرزي یوه بل ویاند حامد علمي هم د آی سي جي راپور بې بنیاده بللی و او ویلي یې و چې افغانستان په ۲۰۰۲ کې نه دی جوړ شوی، دا هیواد څلورزره کلن تاریخ لري.

علمي ویلي چې په راپور کې له غلط تحلیل څخه کار اخیستل شوی دی.د ده په وینا اوس هم د اکثرو عملیاتو مشري د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement