پوسټ کوډ ۱۳۱۲۳۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ ۱۲:۱۲

غزني کې هوایي بریدونو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې


په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې هوایي ځواکونو دغزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د موشکي او جرکنو په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۲۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ د ۲۰۳ تندرقول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د (تندر۶) په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې دوه کړۍ ماینونه کشف اوشنډ کړي او په سیمه کې یې یو تن شکمن هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement