پوسټ کوډ 129568
نیټه خپرول: دوشنبه 16 تله 139718:49
- 0 څرګندونه
- چاپ
کورنیو چارو وزارت: عزیز اریایی پر کور بمی برید عاملینو نیولو څیړنه کوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس پر کور د شپې بمي حمله څېړي، تر څو معلومه شي چې د دغې پېښې تر شا د چا لاس دی.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته په دی اړه وویل، د دغو پلټنو په پایله کې به معلومه شي چې د عزیز اریايي په کور د حملې هدف څه و.
ی زیاته کړه:
"هغه پېښه چې د اریايي صاحب د کور په وړاندې شوې، په خپل وخت پولیس سیمې ته رسېدلي او پېښهیې څېړلې، له نېکه مرغه په پېښه کې چاته زیان نهدی اوښتی، خو کم مالي زیانیې اړولی چې ښکاري هم نه، موږ هڅه کوو چې د دغې پېښې عاملین ونیسو."
له دې یوه ورځ وړاندې د مشرانو جرګې رئیس او یو شمېر سناتورانو د انتخاباتي کمېسیونونو په کارکوونکو او د ولسي جرګې په کاندیدانو حمله په ولسواکۍ حمله بللې وه او په دې اړهیې خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.
تېره شپه شااوخوا دوه بجې نامعلومه کسانو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس عزیز اریايي پر کور لاسي بم غورځولی، دغه پېښه د کورنیو چارو وزارت هم تأییدوي.