پوسټ کوډ 128829
نیټه خپرول: شنبه 3 وږی 139712:12

په ایران کې پوځي پریډ باندی برید له امله نږدی دری تنه وژل شوي


د ایران دولتي رسنیو وویل چې وسله والو کسان نن د سپتمبر ۲۲ په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پرېډ دزې وکړې.
اهواز د ایران د خوزستان ایالت مرکز دی.
د ایران دولتي ټلوېزیون وایي، په دې برید کې هغه ایراني چارواکي په نښه شوي و چې د همدې پریډ د لیدو لپاره راټول شوي و.
دغه مراسم د ایران او عراق ترمنځ د تېرې اته کلنې جګړې د کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو.
د دې برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
د ایران نیمه رسمي خبري آژانس ایرنا ویلي چې د دوو برید کوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
تسنیم نیمه رسمي خبري آژانس بیا وایي، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.
دغې رسنۍ وړاندي ویلي وو چې پدې برید کې یوه ښځه او یو ماشوم ټپي شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement