پوسټ کوډ ۱۲۷۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۰ وری ۱۳۸۹ ۰۸:۲۷

په افغانستان کې د تېرکال په پرتله جنايي جرمونه کم شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې تېركال په هېواد كې د جنايي جرمونو تر لسو زرو زياتې پېښې ثبت شوي دي، خو بيا هم دا د وړاندې كلونو څخه كمې پېښې دي او همدارنګه په يوشمېر جرمونو كې يي ښكيل پوليس هم نيولي دي، چې تر ټولو سخته سزا به وركړل شي.

د افغانستان د كورنېو چارو د وزارت چارواكي وايې، چې د تېرو كلونو په پرتله په هېواد كې د جينايي جرمونو په شمېركې كموالی راغلې.

د كورنيو چارو په وزارت كې د جينايي جرمونو پر ضد د مبارزې ريس ډګر جنرال ميرزا محمد يارمند دغه خبره د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وكړه او زياته يي كړه، چې تېر كال يي په هېواد كې د جينايي جرمونو لس زره او ۸۰۰ پېښې ثبت كړي دي، خو تر دې وړاندې كلونو كې دغه شمېره تقريبا ۱۳۰۰۰ ته رسېده:

"د تېر كال په پرتله د جرمونو ګراف ښكته شوی دی او دا ځكه چې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د تعليم او تربيي، د جرمونو، تروريزم او اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې يو شمېر زيات كارونه تر سره كړي دي."

ښاغلي يارمند زياته كړه، چې اوس دوی له مجرمينو سره ډير جدي چال چلند كوي او ان په ځينو پېښو كې يې له مجرمينو سره د پوليسو د همكارۍ په جرم ځينې پوليس هم نيولي دي، چې تر ټولو سخته سزا به ورته وركړل شي:

"خپله پوليس د امنيت د تامين، د جرمونو د كشف او مخنيوي او دغه راز د مجرمينو د نيولو دنده لري نو كه دوي خپله په جرم كې ښكيل شي نو بيا يي سزا په محاكمو كې ډيره سخته ده.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ټولو هغو پوليسو پسې ګرځي، چې كه په كوم جرم كې لاس ولري او ان كه د تحفې په نامه هم له يو چا څخه څه واخلي نو هرو مرو به ونيول شي."

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د پوليسو د ليكو پاكول د دوی د كاري اجنډا په سر كې ځای لري او له همدې امله يي ان د پوليسو طبي معاينات هم پيل كړي دي، چې كه د هر پوليس په وينه كې د نشه یي موادو اثار وليدل شي نو هرومرو به يي له دندې ګوښه كوي، چې تر اوسه پورې يو شمېر پوليس په همدې توګه له خپلو دندو ګوښه شوي هم دي.

د افغانستان په ځينو ولايتونو كې له عامو خلكو سره د پوليسو له چال چلند څخه وخت ناوخت يو شمېر كيسې او ګيلې اورېدل كيږي، خو د كورنيو چارو د وزارت چارواكي وايي، چې كه هرڅوك د هېواد په هر ګوټ كې د پوليسو په ليكو كې څه بې نظمي وويني نو هرو مرو دې د كورنيو چارو وزارت ته خبر وركړي، څو يي په اړه جدي اقدامات ترسره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement