پوسټ کوډ 126159
نیټه خپرول: سه شنبه 9 زمری 139713:54

جلال اباد کې "د کډوالو چارو ریاست" کې چاودنه او برید


دا ریاست د ختیځ زون له حوزي روغتون او د معلولانو لپارهد مصنوعي غړو برابرولو مرکز سره نږدې دی.
روغتیايي چارواکي وايي، په برید پسې یې ناروغان او د هغوی پایوازان له روغتون اېستلي دي.
د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، چې د کډوالو چارو ریاست ودانۍ کې اور بل دی او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
نوموړي ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې د کډوالو چارو ریاست ته وسلوال ننوتي دي.
د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو د دې ادارې کارمنان خوندي اېستلي دي.
د ننګرهار د روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل بي بي سي ته وویل، چې پر کډوالو چارو ریاست له برید وروسته له حوزوي روغتون ټول ناروغان، پایوازان او کارمنان له روغتون اېستل شوي دي.
نوموړی هم وايي، چې له چاودنې وروسته بریدګر د کډوالو چارو ریاست ته ننوتي، خو د مرګ ژوبلې په هکله تراوسه رپوټ نه لري.
تېره شنبه جلال اباد ښار کې د قابلو پر روزنځي هم برید شوی و.
خو د چارواکو په خبره، په هغه برید کې د دوو بریدګرو په ګډون دوه امنیت ساتونکي او یو د مرکز موټروان وژل شوی او اته کسان ټپیان دي.
دوی دا هم ویل چې قابلو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش ویل هغه برید دوی کړی دی.
د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement