پوسټ کوډ ۱۲۶۱۵۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ زمری ۱۳۹۷ ۱۵:۰۰

د ولسمشریزو ټاکنو نیټه وټاکل شوه

د راپورونو له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نیټه ټاکلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي و چې د ملي وحدت حکومت رهبري د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، هر څومره ژر چې ممکنه وي د جمهوري ریاست د ټاکنو نیټه مشخصه او خلکو سره شریکه کړي.
ولسمشر غني د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتوالي د ناستو په لړ کې تېره اوونی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړو، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له خاص استازي، د اروپايي ټولنې له استازي او د ټاکنو له پروسې څخه د ملاتړو هېوادونو له یو شمېر سفیرانو سره وکتل.
د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په هکله د کمیسیون د چمتوالي په اړه معلومات ورکړل.
 خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي وحدت حکومت مشرتابه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د څرنګوالي په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او هم دې له ټاکنو څخه د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او بین المللي څارونکو د څارنې زمینه برابره کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement