پوسټ کوډ ۱۲۴۶۹۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۷ چنګاښ ۱۳۹۷ ۱۰:۴۹

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مرګونې نښته شوې

د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې په خوږياڼو کې د نښتې په ترڅ کې شپاړلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مملې باغ پر پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو بريد کړی، چې په ځوابيه بريد کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د معلوماتو له مخې په دغه جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، په ياده جګړه کې د عامه نظم يو سرتيری شهيد او يو ټپي شوی، چې ټپي تر درملنې لاندې دی او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement