پوسټ کوډ 124235
نیټه خپرول: چهارشنبه 30 غبرګولی 139715:41
- 0 څرګندونه
- چاپ
والي: د ارزګان په ځینو سیمو کې پراختیايي پروژې پلې کوو

محمد شفیق اسدالله سعید نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې د ویالو او سړکونو جوړول او د پاکو اوبو د رسولو چارې شاملې دي.
نوموړي وویل چې دغه سیمې د ترینکوټ ولسوالۍ اړوند ساحې دي چې د پروژو تدارکاتي کارونهيې خلاص شوي او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شورا د مسؤلینو له قوله، دا مهال د ارزګان شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده.