پوسټ کوډ ۱۲۳۸۹۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۷ ۱۶:۴۴

په لنډن کې هغه ترهګر نیول شوی چې په افغانستان کې یې تر ۳۰۰ زیات بمي چاودنې کړې وې

چارواکي زیاتوي، چې نیول شوی کس خال علي نومیږی او د روان زږدیز کال په اپریل میاشت کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
نوموړی د پولیس په قید کې اعتراف کړی چې په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیات بمي چاودنې ترسره کړي دي.
د برطانیه پولیس پرون د نیول شوی کس د اعتراف ویډیو هم خپره کړې ده.
خالد علي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغو چاودنو څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ویلي چې «زه به چپ پاتې شم».
په همدې حال کې د برطانیه پولیس وایي، خال علي هغه مهال د پولیسو له خوا نیول شوی چې غوښتل په لنډن ښار کې یې بریدونه ترسره کړي.
په افغانستان کې د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement