پوسټ کوډ ۱۲۲۳۳۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۳۹۷ ۰۹:۲۵

ننګرهار کې د هاوان برید ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

سیمه ییز چارواکي وایي، پیښه پرون مازیګر کابو پنخه بجې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند حافظ ګوډۍ سيمه کې نن مازیګر ناوخته شاوخوا پنځه نيمې بجې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو له امله دوه تنه ملکیان شهیدان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه  ١٩نور ټپيان هم شوي دي .
د ولایت مقام په وینا، د پېښې ټول ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي،چې وضعيت د ډاډ وړ دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement