پوسټ کوډ ۱۲۲۱۸۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ غویی ۱۳۹۷ ۱۴:۱۷

د افغان افغان هوایي ځواکونو د روزنې لپاره نوي الوتکې امریکا ته ورسېدې

د امریکا هوایي پوځ له خوا په خبره شوې راپور کې راغلي دي، چې د دغو الوتکو په وسیله به د افغان هوایي ځواکونو د روزنې ماموریت دوام ومومي.
د امریکا پوځ یوه لوړپوړي جنرال کرستوفر کریګ وویل، چې د ملګرو هېوادونو په ملګرتیا او د وړتیاو د لوړولو په موخه د A-29 پروګرام د امریکا حکومت نه بېلېدونکې برخه ده چې د افغان هوایي پوځ د پرمختګ په برخه کې به یو مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه، چې د لومړی ځل لپاره د امریکا پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو د A-29 ډوله الوتکو د روزونکي په توګه روزل شوي دي او ټاکل شوې چې د امریکا هوایي پوځ دغو منسوبینو له افغان پیلوټانو سره د روزنې په بهیر کې مرسته وکړي.
د امریکا هوایي پوځ په وینا، A-29 الوتکې د حرارت په لوړو درجو او په سختو او ناهموارو سیمو او اراضیو کې د عملیاتو لپاره جوړې شوې دي چې د مانورونو ښې وړتیاوې لري او د رهبري شویو بمونو د لېږد وړتیاوې لري.
د افغانستان د هوایي قول اردو یوه افسر وایي، افغان هوایي ځواکونه د سولې د ټینګښت په برخه کې یو مهم رول لوبوي.
هغه په دې باور دی چې د هوا او ځمکې له لارې فشارونه به دښمن دې ته اړ کړي چې د سولې لپاره د مذاکراتو میز ته ورشي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement