پوسټ کوډ ۱۲۱۸۶۳
نیټه خپرول: شنبه ۸ غویی ۱۳۹۷ ۰۹:۴۴

په بروکسل کې د افغانستان په اړه ناټو بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه


د ناټو د نهه ویشت غړیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه په دې غونډه کې پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي، سوله او پخلاینه او افغانستان ته د ناټو د نورو سرتېرو استول.
د اوس لپاره ناټو او شریکان یې په افغانستان کې تر پنځلس زره ډېر سرتېري لري.
د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پومپئو چې تېره ورځ یې په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، نن بروکسل ته راورسېد او د ناټو عمومي منشي یې د ناټو په مرکز کې هرکلی وکړ.
مایک پومپئو وویل چې زه ولسمشر ټرمپ دلته راولېږلم ترڅو په دې مهمه غونډه کې برخه واخلم.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه به د کابل په وخت د شپې د نهو بجو خوا ته د ښاغلي پومپئو له خبرې غونډې سره پای ته ورسېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement