پوسټ کوډ ۱۲۰۹۴
نیټه خپرول:
يکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۹
۱۱:۱۷
- 0 څرګندونه
- چاپ
په تخار کې یو ه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي

دغه ودان? په يوه پو? ک? په پا خه او اساسي ?ول د يوولسو ميلونو افغانيو په مجموعي ل??ت جو?ي?ي
د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د کولابي آهندرې منځني ښوونځي ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوېدي.
دغه ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د یوولسو میلونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړیږي چې په جرمنی کې د میشتو افغانانو لخوا ور کول کیږي . دغه ودانۍ به د یوکال په موده کې جوړه شي. چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، تشنابونه او نورې آسانتیاوې به و لري.
د ودانۍ د بنسټ ایښودلو په تړاو جوړوشویو مراسمو کې د تخار ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.