پوسټ کوډ ۱۲۰۸۶۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ وری ۱۳۹۷ ۱۷:۴۹

جمهور رئیس غني د ترکیې لومړي وزیر سره وکتل


د هېواد جمهور رئیس په پیل کې د ترکیې لومړي وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ترکیې لومړي وزیر د یاد هېواد د جمهور رئیس او خلکو نېکې هیلې د افغانستان جمهور رئیس او خلکو ته وړاندې کړې.
دواړو لورو د امنیتي، اقتصادي همکاریو، تروریزم سره د ګډې مبارزې، سولې پروسې، د پوهنې او لوړو زده کړو برخه کې د همکارۍ، فرهنګي مناسباتو او د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان او ترکیه له پخوا راهیسې دوستانه او ښې اړیکې لري او دواړه هېوادونه ګډو دیني او فرهنګي مناسباتو ته په پام له اوږدو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې سره همکار وو. هغه په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، تحصیلي، د ملي پولیسو د روزنې او د ځمکو ادارې په برخه کې د یاد هېواد له تجربو څخه د ګټه اخیستنې له امله د ترکیې د مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.
د ترکیې لومړي وزیر د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې وستایلې او د خپل هېواد په استازیتوب یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د ترکیې لومړي وزیر بن‌علي یلدریم وویل، موږ به همداسې د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې ملاتړ وکړ او وې ویل، په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement