پوسټ کوډ ۱۱۹۰۵۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۰ کب ۱۳۹۶ ۲۳:۱۳

په جوزجان کې د چاودنې له امله ۲۷ تنه داعشیان وژل شوی دی


د آوا په ګزارش، جګرن محمد حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو عامه چارو امر داعش ډلې غړو وژل کیدو ته په اشاره سره وویل: دا پيښه تیره ورځ د جوزجان ولایت درزاب ولسوالی کې رامنځته شوی او ۲۷ تنه پکې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه: تیره ورځ، داعش ډلې کسان دا قصد درلود چی درزاب ولسوالی مرکز باندی باندی برید وکړی چی امنیتی ځواکونه د کشفی اطلاعاتو په اساس، د هغوی مقصد څخه خبر شو او هغوی برید دفع کړ.
رضایی ادامه ورکړ: امنیتی ځواکونه د هاوان په توغولو سره، داعش مواضع تر هدف لاندی راوړ چی په نتیجه کې ډزی د داعش کسانو واسکتونو سره نښته کړی او چاودنی رامځته شوی دی.
هغه وویل: د واسکتونو چاودنې له امله، ۲۷ تنه داعشیان وژل شوی چی په وژل شویو کې ارشد قوماندانان هم شامل وو.
په دی کسانو کې ۱۰ تنه ازبکستان، ۲ تنه فرانسویان او ۶ تنه یی تاجیکستان څخه وو.
داعش ډله په دی اړه څه نه دی ویلی.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement