پوسټ کوډ 118632
نیټه خپرول: پنج شنبه 3 کب 139614:37

د ملي امنیت سلاکار او د سعودي عربستان د ولیعهد ترمنځ لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو هوکړې وشوي


 
په دې ځانګړي لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې سوله هدف ته د رسیدو له پاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي. له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهم موضوع وه، د سعودي عربستان ولیعهد وویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتوالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو تروریستانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
 
په دې دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې وشوې، ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement