پوسټ کوډ ۱۱۷۴۶۵
نیټه خپرول: شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۶ ۱۲:۱۷

هلمند کې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی

د هلمند په نادعلي ولسوال? ک? د پوليسو يو? پوست? ته ?يرمه ?انمر?ي بريد شوي دي.

 
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو یوې پوستې ته څيرمه ځانمرګی برید شوی دی.
 
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک یک تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې دا برید د چاودیدونکو توکو د یوه ډک موټر په مرسته شوی دی.
 
د ښاغلي ځواک په وینا بریدګر مخکې له دې چې پوستې ته ځان ورسوي د امنیتي ځواکونو له خوا وویشتل شو او چاودنه یې وکړه.
 
په دې پيښه کې دوه پولیس او څلور د ملي اردو سرتیري ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه د دې برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
 
هلمند د هیواد په سویل لویدیځ کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت لري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement