پوسټ کوډ ۱۱۷۲۲۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

ګردېز ښار کې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د پکتيا ولايت د والي وياند عبدالله حسرت تائيد ک?ه چ? پي?ه د ?رد?ز ?ار په دوهم? امنيتي حوزه ک? د مقناطيسي ماين د چاودن? له امله رامن?ته شو?.

د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي په مرکز ګردېز ښار پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې له امله یې یوه ملکي وګړي وژل شوی او یو بل ټپي دی.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار شاوخواه لس بجې د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت تائید کړه چې پیښه د ګردېز ښار په دوهمې امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د کار او ټولنیز ریاست یوه کارکوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.

تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پکتیا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې د دوو پر له پسې چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement