پوسټ کوډ 116978
نیټه خپرول: سه شنبه 26 مرغومی 139614:26

ننګرهار کې د داعشیانو په ګډون ۲۳ تنه په هوایي بریدونو کې وژل شوي

په ختي? ک? د ??? سيلاب قول اردو قومانداني په يوه بيان ک? ليکلي، چ? د وسله والو پر خلاف نوي هوايي بريدونه د ش?رزادو او اچين ولسوالي په مربوطاتو ک? ترسره شوي.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د جلا هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وسله وال وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۱۰ سیلاب قول اردو قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې د وسله والو پر خلاف نوی هوایي بریدونه د شېرزادو او اچین ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شېرزادو ولسوالی په مرکې سیمه کې د ډرون برید په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او یوه موټر، یوه میل پیکا، یوه راکټ انداز، او یو میل کلاشنکوف هم لممنځه تللي دي.

د سیلاب قول اردو په وینا، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د اچین ولسوالی په مامند ډاګه سیمه کې هم هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې ۲۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیلاب قول اردو چارواکو تېره ورځ وویل چې په هسکې مینې ولسوالی کې د داعش وسله والو پر یوه غونډه د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي چې پکې ۸ تنه بهرنیان هم شامل دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement