پوسټ کوډ ۱۱۶۹۱۱
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۴:۴۳

کندهار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې

د کندهار ?ايي چارواکو ويلي د دغه ولايت په غورک ولسوال? ک? تيره شپه د امنيتي ?واکونو او وسله والو ترمن? سخته ن?ته شو? ده.

د کندهار ځایي چارواکو ویلی د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې تیره شپه د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

سرچینو ویلي دا نښته تیره شپه (جمعه د مرغومې دوه ویشتمه) لس بجې پيل شوې او د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود.

د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر ویلي، چي جګړه د غورک ولسوالۍ په مرکز او چنار سیمه کې د ملي اردو او پولیسو پر ګډو پوستو شوې ده.

په دې پيښه کې څوارلس وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې په برید کي پنځه امنيتي سرتېري، چي درې يې پولیس او دوه يېد ملي اردو سرتیريدي هم وژل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.

کندهار د هیواد په سویل کې له هغو ولایتونو څخه دی چې د ورته پيښو زیات راپورونه ترې په رسنیو کې خپریږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement