پوسټ کوډ ۱۱۶۵۰۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۲ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۱:۲۸

ننګرهار کې ۷۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله واوښته

د د? عملياتو په تر? ک? شپيته داعش وسله وال وژل شوي،اتلس نور ?پيان دي او د دوي درن? او سپک? وسل?،چ? په ک? هاوان او دهشک? هم شاملي دي،لمن?ه تللي دي .

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواي وایي، د افغان او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت نوې ډلې ۶۰ وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سيمو کې تېره ورځ د ګډو کورنیو او بهرنیو ځواکونو له لورې هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي .

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې شپیته داعش وسله وال وژل شوي،اتلس نور ټپيان دي او د دوی درنې او سپکې وسلې،چې په کې هاوان او دهشکې هم شاملي دي،لمنځه تللي دي .

د ولایت مقام په وینا، تروریستانو په ځآنګړي ډول داعشيانو همېشه د ملکي وګړو د کورونو څخه د سنګر په توګه استفادې کړي،ځکه د تېرې ورځې د بریدونو په ترڅ کې د لسګونو داعشیانو د وژل کېدو ترڅنګ یو ملکي وګړی هم شهید شوی او د درې میرمنو او دوه ماشومانو پّ ګډون ۱۴ ملکیان ټپيان شوي دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement