- 0 څرګندونه
- چاپ
په جلال اباد ښار کې د خونړی ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د نن?رهار ولايت ملي امنيت مؤظفينو د د? ولايت د خو?يا?و ولسوال? بازار ا?وند د مبايلو په يو پلو
د افغانستان په ختیځ په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار کې یې د یوې خونړی ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د ننګررهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ بازار اړوند د مبایلو په یو پلورنځي کې د ځآنمرګي برید په موخه له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ له هتیوال سره یو ځای نیول شوی دی .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځانمرګي برید په موخه وسله والو طالبانو یاد واسکټ برید ته چمتو کړی وو، ترڅو د یو بریدګر په وسیله ورته په ښار کې چاودنه ورکړي، خو د ملي امنیت مؤظفینو له لورې تر پېښې وړاندې چمتو شوی واسکټ تر لاسه او د وسله والو طالبانو خونړۍ شومه کړنه یې شنډه کړه.
د ولایت مقام په وینا، د برید په موخه برابر شوی واسکټ چې د مبایلو په هټۍ کې ساتل شوی وو، په جرم یې هټیوال هم نیول شوی دی .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.