پوسټ کوډ ۱۱۶۳۵۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۱ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۱:۱۸

ننګرهار کې د داعش پر وسله والو د بې پیلوټه الوتکو برید

نن?رهار د افغانستان په ختي? ک? له پاکستان سره ??ه پوله لري چ? د ه?واد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جن?ياليو د فعاليت سيمه ??ل ک??ي.

په ختیځ ننګرهار لایت کي ځایي حکومتي چارواکي وایي، په افغاستان کې میشت د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

چاراکي زیاتوي، چې د اچين ولسوالۍ مامند سيمه کې د شبنې په ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول.

د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي وو، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په کڅ سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې چې د داعش وسله والو پر یو پټنځای ترسره شو،په ترڅ کې درې داعش وسله وال وژل شوي او د دوی دوه اسونه،چې وسلې او مهمات یې پرې لیږدول،هم لمنځه تللي دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement