پوسټ کوډ ۱۱۶۳۵۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۱ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۱:۳۳

هلمند کې د طالبانو درې قومندانان ووژل شول

په وژل شويو قومندانانو ک? د ?انمر?و بريدونو دمسُول مولوي احمد مسرور سربيره ملا صديق الله او مولوي سجاد شامل دي.

د هلمند امنیتي سرچینې وایي د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د دریو طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ تنه وژلي دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي څانګې نن دوشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان تیره ماښام (یکشنبه د مرغومې لسمه) د ګرشک ولسوالۍ په شورکي سیمه کې د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې په وژل شویو قومندانانو کې د ځانمرګو بریدونو دمسُول مولوي احمد مسرور سربیره ملا صدیق الله او مولوي سجاد شامل دي.

دا کسان هغه مهال په نښته شوي چې غوښتل يې شپږ ځانمرګي بریدګر نهرسراج ولسوالۍ ته انتقال کړي.

هلمند د هیواد په سویل کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو برخو کې پراخ فعالیت کوي او وخت نا وخته ترې د ترهګریزو بریدونو راپورونه خپریږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement